اسلام آباد 15ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پ??كس??ان تحريك انصاف حكومت د اح??اس او صحت انصاف كارډز پشان پروګرام معر??ي كولو سره د عام وګړي ژوند ښه كولو لپاره اقدامات كړي دي٬ حكومت د اسان كاروباري اقداماتو د لارې برآمدي صنعت ته وده وركوي٬ د سرمايه كارو اسانيې لپاره شويو اقداماتو سره د دوي اعتماد بحال شوے٬ پ??كس??ان په محفوظ لاسونو كښې دے۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې پ??كس??ان په محفوظ لاسونو كښې دے ځكه چې هېواد د بحرانونو نه ويستلو لپاره سول او پوځي مشران يو موټي دي۔ هغې ووئيل چې د اولس خدمت لپاره په قومي ادارو كښې اصلاحات كولې شي۔ هغې ووئيل چې په جمهوريت كښې د مخالفې ډلې كردار تنقيدي ضرور وي خو جمو او كشمير يوه قومي مسئله ده۔ هغې ووئيل چې اوسنې حكومت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې په نړيوالو فورمونو د كشمير په اړه د هندوستان بيانيه غلطه ثابتوي۔ هغې ووئيل چې د چين او روسيې پشان نړيوال طاقتونه په مقبوضه كشمير د پ??كس??ان د دريځ ملاتړ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې يو حكومت هم د كشمير مسئلې په اړه په پالېسې كښې د بدلون سوچ هم نه شي كولې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار د صوبې چارې په ښه ډول چلوي او د هغه په كابينه كښې د بدلون مقصد د خلقو په خدمت كښې بهتري راوستل دي۔