اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان خاص كسانو لپاره “صحت سهولت” پروګرام پېل كولو سره وئيلي دي چې د ټولنې د بې وسه طبقو خېرښګړه او د حقونو پالنه د رياست ذمه واري وي٬ د رياست مدينه وژن په ??ڼا كښې صحت سهولت او “احساس” پروګرام پېل كړې شوې٬ پاكستان كښې داسې اسلامي فلاحي رياست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د خالي په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د صحت سهولت پروګرام اجراء پحقله دستوره كښې د وفاقي كابينې غړو٬ لوړو پورو او د ژوند بېلا بېلو طبقو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ د دستورې باقاعده پېل د قرآن پاك تلاوت سره وشو۔ په ??ې موقع د صحت انصاف كارډ د لارې د ټولنې بې وسه كسانو لپاره د وركړې شويو اسانيو پحقله دستاوېزي فلم هم وښودلې شو۔ وزيراعظم عمران خان خاص كسانو كښې صحت سهولت كارډز ووېشل۔ د دې نه پس وزيراعظم عمران خان دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل د خلقو پشان د قامونو هم وژن وي٬ پاكستان هم د يو وژن له مخې جوړ شوې٬ مونږ ترې لرې تللې يو۔ ده ووئيل پاكستان له د مدينې رياست غوندې اسلامي فلاحي رياست جوړېدل ٶ د مدينې رياست د جديد وژن په ??نياد جوړ شوې ٶ٬ د مدينې رياست د انسانيت او انصاف په ??صولو جوړ شوې ٶ۔ ده ووئيل د ټولنې د بې وسه طبقو مرسته او دوي لپاره م??قع?? پېدا كول د رياست ذمه واري وي۔ ده ووئيل په ??شري ټولنه كښې رحمدلۍ (زړه سواندي) ته ډېر فوقيت ترلاسه دے٬ زمونږ ذمه واري ده چې د لرې پرتو او د بې وسه طبقو مرستيال جوړ شو په ??ې لړ كښې احس??س پروګرام د ډېر سوچ او د بشپړې تيارۍ نه پس پېل كړې شوې دې ٬ پاکستان داسې رياست جوړول غواړو چرته چې رحم٬ انسانيت او انصاف وي۔ د دې نه وړاندې د وزيراعظم د قامي صحت خدمت خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا دستورې ته وېنا كولو سره ووئيل د اوسني حكومت په يو كال ترسره كېدو خاص كسانو لپاره د صحت سهولت پروګرام په ??جراء د لوي څښتن مننه كوٶ٬ دا پروګرام خاص كسانو لپاره ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د عام وګړي آسانۍ پلو خاص پام ګرځولې دې او دا اقدام هم د دې سلسلې يوه كړۍ ده۔ ده ووئيل نادرا سره د دوه لكه رجسټرډ كسانو له علاوه غير رجسټرډ خاص كسان هم صحت سهولت پروګرام څخه مستفيد كېدې شي٬ وزيراعظم عمران خان د معاشي ستونزو باوجود احس??س پروګرام لپاره 200 اربه روپۍ بېلې كړې دي۔ ده ووئيل د 48 ضلعو د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوٶنكې ټولې كورنۍ د صحت سهولت كارډ د لارې درملنه كولې شي٬ د تھرپارکر ټولې كورنيو ته د صحت سهولت کارډ آسانۍ ترلاسه دي۔ ده ووئيل مونږ د صحت خدمت د هر وګړي بنيادي حق ګڼو۔ په ??ې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل معذوره كسانو لپاره په ??ركاري ملازمت كښې په ??وه فيصده كوټه په ??ختۍ سره عملدرآمد كېږي۔ دې ووئيل خاص كسانو لپاره په ??ركاري ودانيو كښې يوه فيصد كوټه بېلا كړې شوې ده٬ وزيراعظم د احس??س پروګرام د پنځو نكاتو منظوري وركړې ده٬ د پروګرام له مخې به په ??اتلونكو څلور كلونو كښې يو كروړ كسانو ته سماجي تحفظ وركولې شي او 38 لکھ كسانو ته به د روزګار م??قع?? وركولې شي٬ يو كروړ كورنيو ته به صحت سهولت کارډز وركولې شي ٬ د احس??س پروګرام له مخې به 5 لكه زده كوٶنكو ته سكالرشپس وركولې شي او دغسې 60 لكه مېرمنو لپاره به د پالنې پروګرام پېل كولې