اسلام آباد ۔ 13 اګست (اے پی پی)وزیراعظ?? عمران خان د انډونیشیا اولس مشر جوکو ویدودو سره ټېلېفوني تماس ونيولو او دې ئې د مګرو ملتونو خلاف ورزي كولو سره د هند لخوا د غېر قا??ون?? ګامونو په نتيجه كښې د رامخې شوي صورتحال څخه خبر كړو?? د ??نډونيشيا اولس مشر سره دا ټېلېفوني تماس مقبوضه كشمير كښې د رامخې ته شوي صورتحال په اړه د نړيوالو لارښودو خبرولو عمل برخه ده۔د دواړو لارښودو ترمينځھ دا اولنې ټېلېفوني تماس دې۔ وزیراعظم دې خبر كړو چې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواك جارحيت زياتېدو په نتيجه كښې په لويه كچه د عامې وژنې پېښو اندېښنه ده۔ وزيراعظم په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د داسې كوم ناوړه صورتحال رامخې ته كېدو څخه وړاندې خپل كردار ترسره كري۔ وزیراعظ?? عمران خان دې د كشمير مسئلې په سوليز ډول او د ملګرو ملتونو د سلامتي ??ون??ل پرېكړو ترمخه حل كولو له د پاكستان د پرله پسې هڅو څخه هم خبر كړو۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې د كشمير پخوانۍ مسئلې حل له دې نړيواله ورورلي خپل مرستياله كردار ترسره كړي۔ ده زور راوړو چې هند دې د ملګرو ملتونو د سلامتي ??ون??ل پرېكرو په رڼا كښې د كشمير مسئله حل كړي۔ دواړه لارښود دې ته صلا شول چې دا مسئله دې په سولييز ډول او د نړيوال قانون د چوكاټ دننه پاتې كېدو سره حل كړې شي