اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاكستان ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري ٬ هند سره د جمو كشمير پشمول ټولې د هواري وړ شخړې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړو٬ پرتګ??ل او بيلجيئم سره دوه اړخيزه تجارت ته وده ??رك??لو لپاره فعاله او جامع ګامونه پورته كولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې پرتګ??ل او بيلجيئم لپاره نومولې شوو سفيرانو جاوې?? جليل خټك او ظهير اسلم جنجوعه سره كړې چا چې اولس مشر سره د زيارت په ورځ جلا جلا ملاقاتونه كول۔ اولس مشر په دواړو نومولو شوو سفيران زور رواړو چې پاكستان د سېلګرۍ په اړه پراخه استعداد لرونكې هېواد دے او تاسو له پرتګ??ل او بيلجيئم كښې د پاكستان سېلګرۍ ودې له كار پكار دے۔ ده ووئيل پاكستان پرتګ??ل اوبيلجيئم سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت ??رك??ي۔ اولس مشر په دواړو سفيرانو زور رواړو چې دواړٶ هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو په خاص توګه د اروپائي ائتل??ف په تناظر كښې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكو او مرستې ته وده ??رك??لو لپاره كار وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان حكومت د ويليو اېډډ مصنوعاتو غوندې د ډيزائنر څيزونو په درآمد كښې زياتوالي او هېواد كښې د سرمايه كارۍ او كاروبار لپاره ښه ماحول لپاره كار كوي۔ اولس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د اقتصادي مرستې بحالۍ له نور ګامونه پورته كړي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د نړۍ يوازنې هېواد دے چې د ترهګرۍ د لعنت ئې په مړانه مقابله كړې او ورته ئې ماتې وركړې٬ پاكستان امن پسند هېواد دے او په خاص توګه خپلو ګاٶنډي هېوادونو سره په شريك سوله ايز سباٶن باور لري۔ اولس مشر دواړو سفيرانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګنده كړه چې د سفيرانو په سفارتي موده كښې به پرتګ??ل او بيلجيئم سره د پاكستان اړيكې لا وده اومومي