اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د پاکستان پیپلز ګوند چیئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې معیشت به هله مضبوطېږي چې جمهوريت او پارلمان قوي وي ٬ د پي اے سي د چيئرمېن بدلولو په اړه (ن) ليګ سره خبره نه ده شوې٬ دوي ته په سوچ او پوهه سره د پرېكړې كو??و مشوره وركوم۔ د پيپلز ګوند حكومت په سندھ كښې په غوره ډول ټېكسونه جمع كو??٬ آئي اېم اېف سره د فنډز ترلاسه كو??و ډيل دې ??ارلمان ته وړاندې ??ړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د خزانې وزير اخوا كړې شو ٬ د اېف بي آر او د مركزي بانك چيئرمېن بدل كړې شول ٬ اولس د دې ??وښتنې حق لري چې دا پرېكړې څوك كو??۔ ده ووئيل زمونږ په دور كښې چې كله د اېف بي آر چيئرمېن بدل كړې شو نو عدالت مونږ ته د طريقه كار له مخې د چيئرمېن د ټاكنې احكامات جاري كړ??٬ د اېف بی آر د چیئرمېن ټاكنې لپاره يوه تګلاره ده كه ھغه خپله نه كړې شي نو دا عمل غېر قانوني ګرځولې كېږي٬ دا ډول پېښو سره به معيشت كمزوري شي۔ ده ووئيل د 50 لكه كورونو وركولو لوظ دې ??اكداران سر ته ورسوي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره مونږ هم ډيل كړې خو داسې ډيل مو نه دې ??ړې٬ د برېښنا او ګاز بېعه زياتولو سره په اولس بوج زياتېږي٬ كه د دې سلسلې لاره ونه نيولې شوه نو پيپلز ګوند به په پارلمان او بهر احتجاج كو??۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ يو ډول احتساب غواړو كه داسې ونه شي نو دا به انتقامي كاروائي ګڼلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پيپلز ګوند احتساب قوانين نه مني ٬ دا د آمر پرېكړه وه ٬ مونږ دا دريځ لرو چې د آمريت له مخې ټول قوانين تور وي۔