بیجنګ 26 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان سره د تاجکستان اولس شر امام علی رحمانوف د جمعې په ورځ بيجنګ كښې د بېلټ اېنډ روډ د دوېم فورم غونډې په مهال ليدلي دي۔ د ملاقات په مهال پاکستان او تاجکستان د توان او په نورو څانګو كښې دوه ا??خيزه تګ راتګ زياتولو ته صلاح شوي او د “کاسا 1000 ” منصوبې په وخت بشپړولو لپاره ئې د عزم څرګندونه كړې ده ۔ دا خبرې دواړو مشرانو د جمعې په ورځ د بېلټ اېنډ روډ د دوېم فورم په مهال كړې?? وزیراعظم عمران خان په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې اړيكې او د شريك كار پراختيا په ا??ه خبرې وكړې۔ د ملاقات په مهال د نورو چارو نه علاوه په مواصلاتي رابطو او د توان په ا??ه د مر??تې په چارو هم خبرې وشوې ٬ دواړو مشرانو په سياسي اړيكو ٬ د لوړې ك??ې تبادلو٬ تجارتي ٬ اقتصادي رابطو او په سيمه ايز وضعه هم خبرې كولو سره د كاسا 1000 منصوبې د پېشرفت هم جاج واخست او دغه په وخت بشپړولو لپاره ئې د عزم څرګندونه وكړه۔