??ېن??ۍ 02 اپرېل (اے پ?? پي) د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ??ئيلي دي پاکستان په ترهګرۍ قابو موندلو سره استحكام ترلاسه كوي٬ د وسلې استعمال يوازې د رياست استحقاق دے٬ سماجی او اقتصادي پر??خت?? ته اوليت ترلاسه دے۔ د آئي اېس پي آر له مخې د نهې په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو 220مه كنفرنس د پوځ په مركزي دفتر ??ېن??ۍ كښې اوشو۔ په كور كمانډرز كنفرنس كښې په جيو ستراتېژك ماحول او د هېواد د ختيزو پولو په موجوده صورتحال غور اوشو۔ كنفرنس كښې ګډون كوونكو هېواد كښې د امن او استحكام لپاره د هلو ځلو روانو ساتلو د عزم پخلي كولو سره ووئيل منطقه كښې د امن د هلو ځلو ملاتړ به روان ساتلې شي۔ په كوركمانډرز كنفرنس كښې ګډون كوٶنكو د هېواد دفاع لپاره بيا د خپل عزم څرګندونې سره ووئيل د هر ډول جارحيت به په بشپړه توګه ځواب وركولې شي۔ د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ??وئيل په ترهګرۍ قابو موندلو سره استحكام ترلاسه كوٶنكې پاكستان په مثبت توګه مخ په وړاندې تګ كوونكې داسې رياست دے چرته چې د وسلې استعمال يوازې د رياست استحقاق دے او سماجی او اقتصادي پر??خت?? ته اوليت ترلاسه دے