اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) چين د سي پېك فريم ورك له مخې د جيټ الوتكو او د پوځي ساز او سامان تيارولو پروژې په اړه د امريكائي مېډيا راپور د حقائقو په ضد ګرځولو سره رد كړې او وئېلې يې دي چې سي پېك د پاكستان او چين د اوږدې م??دې د شريكې ګټې په بنياد د مرستې م??م فريم ورك دې٬دواړه هېوادونه به د سي پېك له مخې د پروژو زر ترسره كولو او د صنعتي پاركونو په جوړولو عملدرآمد جاري ساتي او په پاكستان كښ?? د چين د سفارت ډپټي چيف آف مشن لي جيان ژاو وئېلي دي چې دا راپور د كال د ټولو نه لويې ټوقې دي٬دا لوېديز هېوادونه وو كومو چې پاكستان په دې جال كښ?? ښكيل كړی و۔ده راپور د دروغو مجموعه ګرځولو سره وئېلي دي چې د سي پېك له مخې د پاكستان قرضه 23 اربه ډالر نه بلكې يوازې 6 اربه ډالر ده۔د جمعې په ورځ په بيجنګ كښ?? د چين د خارجه وزارت وياندې هوا چون ينګ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د نيويارك ټائمز راپور د حقائقو په ضد ګرځولو سره رد كړو او وې وئېل چې سي پېك د پاكستان او چين د اوږدې م??دې د شريكې ګټې په بنياد د مرستې م??م فريم ورك دې٬دواړه هېوادونه به د سي پېك له مخې د پروژو زر ترسره كولو او د صنعتي پاركونو په جوړولو عملدرآمد جاري ساتي۔ پاكستان كښ?? د چين د سفارت ډپټي چيف آف مشن لي جيان ژاو وئېلي دي چې د امريكائي مېډيا راپور د غلطو شمېرو او د درغو مجموعه ده٬د سي پېك په ضد د امريكې پروپېګنډو يو بد صورت هييت اختيار كړې٬د پاكستان او چين ترمينځه دفاعي مرسته كومه نوې خبره نه ده٬دا مرسته د كال 1950 نه روانه ده۔امريكائي ورځپاڼې ادعا كړې وه چې پاكستان او چين د سي پېك له مخې په پاكستان كښ?? د جيټ الوتكو٬د پوځي سازو سامان جوړولو او د خلائي پروګرام پلان جوړوي