اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي ا?? تجارتي اړيكې د ډاډ وړ دي كومې چ?? مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده دا خبرې د ملائېشيا د ا?? كامرس د نامتو كمپنۍ سسكام برهد مشر داتو سري ليو آريانياكام سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ملاقات وكرو۔د خارجه وزارت ويا??د له مخې خارجه وزير ووئيل چې د ا??سني حكومت د ا??داماتو په نتيجه كښې په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ رجحان په تندۍ سره مخ په زياتېدو دې٬ده ووئيل چې د ملائېشيا ګڼ شمېر كمپنۍ په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په نتيجه كښې ګټه پورته كوي۔د ملائېشيا د كمپنۍ مشر خارجه وزير د خپلې كمپنۍ د تفصيلاتو نه خبرولو سره ووئيل چې د ده كمپني ا?? كامرس او د سي سلوشنز بزنس سره تړون لري ا?? په نړۍ كښې زمونږ د 20 كروړو نه زيات صارفين دي