اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾ د بين الصوب??ئي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وئېلي دي چې هېواد به د ستونزو او چېلنجونو نه وباسو٬ د دست??ار??نو او هنرمندانو مرستې لپاره به د پاكستان وزيراعظم ته خواست كوم٬ بايد داسې ميلې هر وخت جوړې كړې شي۔ د اتوار په ورځ د اطلاعاتو ٬ خپرونو او د قامي ورثه وزارت تر سيوري لاندې د كلنې قومي كلتوري لوك ميلې پرانسته د بين الصوب??ئي رابطه وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا وكړه۔ دستوره د لوك ميلې د روايت له مخې د تهرپاركر 64كلنې ماهرې دستكارې ساره بي بي د چادر پوشۍ رسم سره پېل شوه كومې ته چې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا څادر ورپه سر كړو۔ بلوچستان سره د تعلق لرونكي لوك سندرغاړي اختر چنال زهري د كوم عمر چې 69 كاله دې٬ د دستاربندۍ رسم هم ادا كړې شو۔ په دې موقع ګڼ شمېر خلك موجود وو چې پكښې دغېر ملكي سفارتكارو نه علاوه اعلٰی چارواكي او كلتوري شخصيات هم شامل و۔ په دې موقع خاص مېلمنې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا ووئيل چې لوك ورثه د پاكستاني كلتور ودې او پرمختګ لپاره لوې خذمات ترسره كوي۔