اس??ام آباد ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې پارلماني لارښودو وړاندېز وركړې چې د ستمبر په 13 مه نېټھ دې د اولس مشر خطاب لپاره د پارلمان شريكه غو??ډه راوبللې شي۔ د ستمبر 14 مې نېټې څخه د قامي اسمبلۍ د اولنۍ باقاعده غونډې رابللو پرېكړه شوې ۔ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډلې ګوندونو ته ووئيل هغوي د هاؤس بزنس اېډوئزاری کمېټۍ له د خپلو غړو نامې زر تر زره راولېږې۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پارلماني لارښودو غو??ډه پارلېمنټ هاؤس كښې دسپيكر په چېمبر كښې وشوه۔ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك ٬ د خارجه چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قریشی ، د خزانې وفاقي وزير اسد عمر ، د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شیریں مهر النساہ مزاری ، د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر محمد قاسم خان سوری، ملک عامر ډوګر، د مسلم لیګ (ن) لخوا سردار ایاز صادق، رانا تنویر حسین، د پیپلز ګوند سیّد غ??ام مصطفی شاہ، سیّد نوید قمر او د اېم اېم اے مولانا اسد محمود او د پارلماني چارو وزارت سېكتر ګډون وكړو۔ غو??ډه كښې د قائمه كمېټيو په جوړولو ٬ د پارلمان په شريكه غو??ډه او د قامي اسمبلۍ د غونډې د ش??ډول په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال سپيكر خپلو خبرو كښی ووئيل قائمه كمېټۍ به زر تر زره جوړې شي او دې لپاره به قامي اسمبلۍ كښې موجودو ټولو ګوندونو سره مشاورت كولې شي۔ د پارلمان تقدس زياتولو او هېواد كښې د جمهوريت ودې له به ټولو له په ګډه كار كول وي۔ غو??ډه كښې د كمېټيو جوړولو په لړ كښې د پخواني روايت په ځائې ساتلو وړاندېز سره اتفاق وكړې شو۔ سپیکر مخالفې ډلې ته خواس?? وكړو چې د هاؤس بزنس اېډوائزری کمېټۍ غړو نامې زر تر زره راولېږي۔ غو??ډه كښې وړاندېز وركړې شو چې په 13 ستمبر 2018ﺀ دې د پارلمان شريكه غو??ډه راوبللې شي كومې ته به چې د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر خطاب كوي۔ دغسې د روانې مياشتې په 14 مه نېټھ د قامي اسمبلۍ غونډې په رابللو صلا راغلې ده ۔