اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاق?? وزير شېخ رشید احمد وئيلې دي سي پېك پروژه كښې د رېلوے منصوبې به په ترجيحي بنيادونو بشپړو??ې شې٬ د لاهور او پېنډۍ ترمېنځه پټلۍ به ډبل كو??ې شي ٬ رېلوے د زيان نه خلاصولو او ګټوره اداره جوړولو لپاره به اقدامات كو??ې شي۔ د ګل په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د سي پېك له مخ?? ټولې پټلۍ به اپ ګرېډ كو??ې شي٬ د رېلوے سټېشنونو اپ ګرېډېشن به كوٶ٬ د رېلوے زمكې به راخلاصوٶ٬ د فريټ رېل ګاډو شمېره به ډبل كوٶ۔شېخ رشيد ووئيل پاكستان رېلوے كښې هېڅ ډول سياسي لاس وهنه زغملې نه شي۔ ده په دې مهال د مال وړونكو ټرېنونو شمېره يو په دوه كولو هدايت وكړو۔ وفاق?? وزير ووئيل كېرج فېكټري اسلام آباد به ښه كو??ې شي۔ د مالي خسارې په شا د ټولو سوبونو به تفصيلي جاج اخست??ې شي۔ ده په دې مهال د رسالپور لوکو موټو فېکټری، خراب لوکوموټویز او کوئټه ۔ تفتان س??کش?? په اړه وضاحت وغوښتلو۔ ده ووئيل پاكستان رېلوے د سرمايه كارۍ لارې هوارولو ته هم اړتيا لري۔ وفاقی وزیر ته وركړې شوي برېفنګ كښې د رېلوے وزارت چيئرمېن جاوېد انور ٬ سی ای او آفتاب اکبر، اېس پی پاکستان رېلوے پولیس راجه ظهیر، د رېلوے بورډ سېكتر فرخ تیمورغنری، ډی جی ټیکنیکل منور علی شاہ او ډی جی آپریشنز مریم ګیلانی هم ګډون وكړو