کوئټھ۔18 ا??ست( اے پی پی) د بلوچستان اولسي ګوند جام كمال د صوبې نوې اعلی وزير وټاكلې شو۔ د بلوچستان اسمبلۍ د نوي ق??ئد ايوان ټاكنې له غونډه د نوي ټاكلې شوي سپيكر عبد القدوس بزنجو په مشرۍ كښې وشوه۔ كومه كښې چې پخواني اعلی وزي?? ثناﺀ الله زهري د خپل غړيتوب سوګند پورته كړو۔ د اعلی وزارت لپاره مقابله د بلوچستان عوامي ګوند جام كمال او د متحده مجلس عمل مير يونس عزيز زهري ترمينځھ وشوه۔ د حېرانتيا خبره دا وشوه چې د مسلم ليګ نون لارښود او د بلوچستان پخواني اعلی وزي?? ثناﺀ الله زهري خپل ووټ جام كمال ته وركړو۔ د ووټنګ عمل بشپړ كېدو څخه وروستو د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر نتيجه اعلانولو سره ووئيل په مجموعي توګه ټول 59 ووټونه وكارولې شول كومو ك??ې چې 39 جام كمال او 20 يونس زهري ترلاسه كړل۔ دې سره جام كمال د صوبې 17 مه اعلی وزير وټاكلې شو۔ دده پلار جام يوسف او نيكه جام غلام قادر هم ددې صوبې اعلی وزير پاتې شوې۔