اسلام آباد 20 جون (اے پي پي) د قانون لنډ مهاله وفاقي وزير بېرسټر سيد علي ظفر وئيلي دي فاټا كښې قانوني او انتظامي اصلاحاتو سره سره دې سماجي پرمختګ او پرمختيائي منصوبو بشپړ??لو كښې تندوالې راوست??ې شي٬ قبائيلي سيمې خېبر پښتونخوا كښې د انضمام عمل بشپړټيا له به په جنګي بنيادونو كار كول وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د قبائيلي سيمو او فاټا په خېبر پښتونخوا كښې د انضمام پحقله د جوړې كړې كمېټۍ غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د انصاف وفاقي وزير ووئيل قبائيلي سيمې د جنګ نه پاكې٬ سوله ايزې جوړول٬ د قبائيلو مخ په وړاندې تګ لپاره ښه چاپېريال وركول٬ د تحفظ احساس وركول٬ د هېواد د نورو سيمو پشان د سماجي خدماتو وركړې سره به بنيادي حقونه او تحفظ باوري كو??ې شي۔ د قانون وزير اړوندو چارواكو سره د قوانين د مسودې جوړ??لو كار پخپله پېل كړے۔ كمېټۍ ووئيل د فاټا پشمول د سيمو پرمختګ لپاره دې د فنډز وركړه باوري كړې شي۔ كمېټۍ د پخوانۍ فاټا پحقله د ټېكسېسن نظام په اړه په راتلونكې غونډه كښې اېف بي آر ته د جامع او د عمل جوګه تجويزونو وړاندې ك??لو امر وكړو۔ كمېټۍ راتلونكې غونډه به د جون په 23مه نيټه كېږي ??ې پكښې به د تېرو غونډو د پرېكړو جاج اخست??ې شي ۔ په غونډه كښې د سېفران٬ پلاننګ او دفاع سېكترانو او د جي اېچ كيو نمائندګانو ٬ اے سي اېس فاټا٬ اېف بي آر٬ د خزانې وزارت٬ اے اېس پي اېم افس٬ د خېبرپښتونخوا د فنانس سېكتر٬ د خېبر پښتونخوا داخله وزارت سېكتر ا?? د قانون او انصاف صوبائي چارواكو ګډون وكړو