اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د پخواني وزيراعظم نو??ز شريف لور مريم وئېلي دي د پانامه مقدمه چې په اقامه ختمه شي بيا خو پوښتنې رامخې ته كېږي٬ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د دې تعلق د احتساب سره نه د سياسي انتقام سره دے٬سره د دې مونږ عدالتونو ته وړاندې شو٬څوك چې عدالتونو ته وړاندې كېږي هغه نيولې كېږي خو څوك چې سياسي تشخص نه لري هغه عدالت ته نه وړندې كېږي او نه نيولې شي٬زما جرم دا دے چې زه د نو??ز شريف لور يم٬د حسن نو??ز او حسېن نو??ز احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو پريكړه به هغوي پخپله كوي٬په دوي د پاكستان آئين او قانون نه لاګو كېږي۔احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو څخه وروستو مېډياس سره پخپلو خبرو كښې مريم نو??ز ووئيل سره د تحفظاتو لرلو عدالت ته وړاندې شو?? يم كوم پېټيېشن چې اول د سماعت قابل نه و ګرځولې شو?? په هغې كښې د يو نيم كال څخه مقدمې روانې دي٬ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د دې تعلق احتساب سره نه سياسي انتقام سره دے۔په دې اړه د صفائۍ وركولو هېڅ حاجت نشته۔دوي ووئيل مونږ عدالتونو ته د وړاندې كېدو او نيولې كېدو څخه نه يرېږو۔دوي ووئيل ماته معلومه ده چې زما څه جرم دے ٬زما جرم دا دے چې زه د پخواني وزيراعظم نو??ز شريف لور يم۔دې ووئيل مونږ د انتقام باوجود عدالتونو ته وړاندې كېږو او د قانون احترام كوو چې ممكنه ده د آئين او قانون پسې خندا كوونكې احساس ولري چې هغوي پ?? پاكستان كښې څومره بد روايت جوړ كړی۔ د حسن نو??ز او حسېن نو??ز احتساب عدالت ته د وړاندې كېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل هغوي دا پريكړه پخپله كوي٬په هغوي د پاكستان آئين او قانون نه لاګو كېږي۔دې ووئيل د وړاندې څخه د يوې شو?? پريكړې ترمخه پخواني وزيراعظم نااهله وګرځول شو او بيا هم مقدمې روانې دي۔دې ووئيل تر كومې چې د نو??ز شريف په ضد كوم داسې څيز رامخې ته شو?? نه وي چې په هغې هغه ونيولې شي د مقدمو دا لړۍ به روانه وي۔