ګوجرانواله 10 دسمبر (اے پي پي) د دفاع ??زي?? انجينئر خرم دستګير خان د ترهګرو په بريد كښې د شهيد شوي مېجر اسحاق شهيد مور او د هغه ورور سره د هغوي په استوګنه ملاقات وكړو او د شهيد لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔ په دې موقع د شهيد كورنې سره په خبرو كښې خرم دستګير خان وو??يل چې د پاكستان پوځ په هېواد كښې امن راوستلو لپاره د جرات بهادرې او قربانيو يو بې مثاله تاريخ جوړوي٬ خپل خواږه بچي په خوږ وطن قربانوونكو لويو مئېندو ته ټول قو?? سلام كوي۔ ده وو??يل چې د شهيدانو قربانې به بې ځايه نه ځي او ا?? شاالله زمونږ راتلونكي نسلونه به په يو زيات سوله ايز پاكستان كښې ساه واخلي۔