کراچی ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د حکومت فعاله تګلارې ترمخه د توان او امنيت په مسئلو مو قابو موندلې او هېواد د پرمختګ په لاره روان كړ?? شوې۔ سي پېك به د دې پېړۍ تر ټولو لويه منصوبه ثابت شي۔ د هر هېواد په پرمختګ كښې سياسي استحكام او د پالېسۍ تسلسل بنيادي كردا?? ترسره كوي۔ هغه ورځ لرې نه ده چې ګوادر به نړيوال معاشي هب جوړ شي۔ فائیوجی ټېکنالوجی کمرشلائز كېدو سره به هېواد كښې لانچ كړ?? شي۔ پاک چین فائبر کېبل سره به ډيجيټل نړ?? كښې انقلاب راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ځائي هوټل كښې د ډان ميډيا ګروپ او منصوبه بندۍ او اصلاحات وزارت په مرسته راجوړ كړ?? د ’’چائنا پاکستان اکنامک کورېډور بزنس اپرچونیټیز‘‘ په سرخط کنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده خپل خطاب د كنفرنس په كولو د ډان ګروپ مننه كړه۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ چې په كال 2013ء كښې كله حكومت له راغلو نو هېواد كښې د 18 څه تر 20 ساعتو لوډشېډنګ روان وو او نړيوالې ميډيا به د پاكستان په اړه وئيل مونږ يو ځل بيا د كاڼې زمانې ته روان يو۔ د هېواد معيشت ځپلې شوې ؤ۔ د امنيت صورتحال ناوړه ؤ۔ ده ووئيل دغه وخت چين مونږ له چين لاس راكړو او سي پېك منصوبه پېل شوه۔ په دې مونږ د چين حكومت او اولس مننه كوؤ۔ ده ووئيل موجوده حكومت په يو څو كلونو كښې صورتحال ښه كړ??۔ نن د امنيت مسئلې د وړاندې په مقابلې كښې ډېرې ښې دي۔ كراچۍ ته امن بېرته راغلې۔ معيشت تندۍ سره پرمختګ كوي۔ ده ووئيل مونږ له به سي پېك څخه ګټه پورته كول وي۔ احسن اقبال ووئيل نن ??ړۍ په ډیجیټل زون كښې داخل شوې۔ نوکیا بلېک بېری په نړ?? د كمال بزنس كړ?? ٬ نن اېپل ٬ سام سنګ او د هواوے په ډول كمپنۍ د ټېكنالوجۍ په لړ كښې بشپړ بزنس كوي۔ احسن اقبال ووئيل د 1980ء په لسيزه كښې د پاكستاني اولس سړي سر آمدن چين څخه زيات ښه ؤ ولې نن چين سړي سر آمدن څو چند زيات او د نړ?? تر ټولو مضبوط معيشت دے۔ ده ووئيل د سي پېك د لارې د توان او انفراسټركچر يو شمېر پروژې پېل كړ?? شوي ۔ د رېلوے انفراسټركچر له 8 اربه روپۍ بېلې كړ?? شوې ۔ احسن اقبال ووئيل كله چې زما ملاقات د المان سفير سره وشو نو ما هغه ته ووئيل كه نن اروپاﺀ سويت يونين د ماتېدو څخه وروستو محفوظ ګڼي نو په دې كښې تر ټولو لوئے كردار د پاكستان دے ۔ ده ووئېل د لكھونو په شمېر افغان كډوال نن ??م پاكستان كښې ژوند كوي۔ نړ?? له به د پاكستان قربانۍ منل وي۔ په دې مهال پاكستان كښې د چين دوهم چيف آف مشن چولائي جيان ووئيل نن چې پاكستان كومو حالاتو څخه تېرېږي چين هم پخوا داسې حالاتو سره مخ پاتې شوې۔ پاكستان له به وړاندې تللو لپاره د چين تجربو څخه استفاده كول وي۔ ده ووئيل سي پېك به د دواړو هېوادونو په ګټه وي۔ ده ووئيل چين د سي پېك منصوبه په قامي جذبه پېل كړ?? او هره څانګه كښې د پاكستان مرستې له چمتو يو۔ ده ووئيل د پاكستان د ودانۍ زياتره برخه په ځوانانو مشتمله ده كومه چې د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ ده ووئيل نن د زرګونو په شمېر پاكستاني زده كوؤنكي د چين په تعليمي ادارو كښې زده كړ?? كوي۔ په دې مهال د اسټېټ بانك پخواني ګورنر ډاكټر عشرت حسېن ووئيل چين د منطقې مهم هېواد دے او سي پېك منصوبې څخه بايد دواړه هېوادونه ګټه پورته كړي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به پاكستان په نړيواله منډۍ كښې ??و غوره مقام ترلاسه كړي او ګوادر څخه تر كاشغر روټ كښې به په خاص توګه د بلوچستان او خېبر پختونخوا وروستو پاتې ضلعې پرمختګ وكړي۔