ملګري ملتونه 19 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د كنټرول لائن پرله ??سې خلاف ورزۍ نړيوال امن او سلامتيا لپاره خطر ګرځولو سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ څخه په كنټرول لائن صورتحال معمول ته راوستو لپاره په كردار تر سره كو??و ټينګار كړې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر ملیحه لودھي د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر میروسلاو لائی چاك سره په ملاقات كښې د ھغه پام د كنټرول لائن صورتحال ته راګرځولو سره ووئيل ٬ سږ كال هند په كنټرول لائن 1137 ځله خلاف ورزۍ كړې دي٬ 47 بې ګناه وګړي مړه او 159 ژوبل شوي٬ دا شمېره د تېر كال په مقابل كښې درې چنده زياته ده٬ د هند پوځي مشران پرله ??سې په جارحانه ډول د جنګ دړكې كو??۔ دې واضحه كړه چې د پاکستان وسله ??ال ځواكونه د زيات تحمل نه كار اخلي خو دا تحمل او برداشت لامحدود نه دے ۔ دې ووئيل پاكستان د هر ډول يرغل او مهم جوئۍ مقابله او په موثره انداز د ځواب وركولو صلاحيت لري۔ دې ووئيل په كنټرولائن 1949 څخه په ځائ كړې شوې د ملګرو ملتونو پوځي مبصر ډله (يو اېن اېم او جي آئي پي) نوره موثره كو??و ته اړتيا ده دغسې چې ھغوي په كنټرول لائن د خلاف ورز??و پلټنې وكړې شي٬ دې ووئېل پاكستان خپل اړخ ته يو اېن اېم او جي آئي پي ټولې آسانۍ وركوي خو هند ډلې ت?? خپله ??ظيفه ترلاسه كو??و لپاره اجازه نه وركوي۔دې ووئيل د يو فريق په حېث په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو كردار ډېر مهم دے ۔ دې ووئيل د كنټرول لائن پرله ??سې خلاف ورزۍ د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ځواكونو لخوا په لويه كچه بشړي حقونه د پښو لاندې كو??و څخه د نړۍ پام اخوا كو??و لپاره يوه هڅه ده ۔ په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر دې ت?? باور وركړٶ چې د شخړو هواري له خبرې اترې يوه موثره لاره ده ۔