اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او سياسي مذاكرات د مخ په وړاندې تللو لار ده٬ افغان مشرانو له د مسئلې سياسي حل لپاره تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كول پكار ده، پا??ستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان قا?? پرېكړې سره ول??ړ وي٬ افغان امن عمل كښې د پا??ستان کردار نړيوالې ورورولۍ ستائېلے٬ دوحه كښې د بې?? الافغان مذاكراتو پېل د ميل د كاڼي حېثيت لري۔ د ايوان صدر لخوا د جاري بيان له مخې ډاکټر عارف علوي دا خبرې د افغان سولې كو??سل چيئرمېن ډاکټر عبدالله عبدالله سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ صدر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغان سولې كو??سل چئيرمېن په حېث كاميابۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر ډاکټر علوي افغان امن عمل لپاره د پا??ستان د ملاتړ پخلېي كولو سره ووئيل افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او سياسي مذاكرات د مخ په وړاندې تګ لار ده٬ افغان مشرانو له د مسئلې سياسي حل لپاره تاريخي موقعې څخه ګټه پورته كول پكار ده، پا??ستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان قا?? پرېكړې سره ول??ړ وي٬ افغان امن عمل كښې د پا??ستان کردار نړيوالې ورورولۍ ستائېلے دے۔ ده ووئيل دوحه كښې د بې?? الافغان مذاكراتو پېل د سنګ ميل حېثيت لري۔ صدر افغان امن عمل كښې خنډان راولاړوٶنكو عناصرو څخه د بېداره او اوښيار پاتې كېدو په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل په افغانستان كښې امن نه يوازې منطقې بلكې د پاكستان او افغانستان معاشي مفادات له ضروري درے ۔ پا??ستان د کرونا وباء باوجود افغان ټرانزټ ټرېډ آسانولو لپاره بارډر كراسنګ پوائنټس پرانستي دي۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له به تجارت٬ ټرانزټ ټريډ او په اولسي كچه رابطې زياتولو لپاره په ګډه كار كول وي٬ پا??ستان په افغانستان كښې د روغتونونو٬ ښونځيو او سترو لارو پشمول يو شمېر پرمختيائي منصوبې بشپړې كړي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان به افغان زده كوٶنكو له د لوړو زده كړو نورې موقعې هم وركوي