پېنډۍ ۔ 28 اګست (اے پی پی) د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي چې مونږ د صحابه كرامو او اهل بېت (رض) منونكې يؤ او د صحابه كرامو عظمت او عزت زمونږ ايمان دے۔ زمونږ دين اسلام د امن ٬ سلامتيا ٬ ورورولۍ ٬ مينې او يووالي دين دے۔ محرم الحرام مياشت د صبر ٬ زغم او په حقه خب??ه د ??لك اودرېدو درس وركوي۔ د دې مقدسې مياشتې اهميت نظر كښې نيولو س??ه دا ورځ بايد عقيدت او احترام سره ولمانځلے شي۔ وفاقي وزير ووئيل د حضرت امام حسېن او اهل بېت (رض) قربانۍ د اسلامي تاريخ ځانګړې برخه ده۔ هغوي مونږ ته د ظلم او جهل عناصرو وړاندې د ??لك اودرېدو درس راكړے دے۔ ده ووئيل محرم الحرام د اسلام په خاطر د وركړې شويو قربانيو ياد تازه كوي۔ ددې مياشتې نسبت س??ه د حضور اكرم خاتم النبيين (ص) د ښودلې شويو اصولو او د هغوي ?? پاكو سنتو له مخې د ژوند تېرولو بايد هڅه وكړې شي۔ او هم دې س??ه د دنيا او آخرت ښېګړه تړ??ې ده