اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي وئيلي دي٬ په م?? د ??ر??شن تورونه لګولي شوي٬ مونږ په خپلو بچو حرام نه دي خوړلي ۔ د نه?? په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو اترو په مهال ده ووئيل پيپلزپارټۍ ما ته وئيلي چې ته كرپټ وزير ئې، زه چېلنج وركوم چې د يوې روپۍ كر??شن ثبوت راكړۍ، مونږ پخپلو بچو حرام نه دي خوړلې۔ علي زېدي د عزير بلوچ د جے آئي تي راپور ايوان ته راوړو ۔ده ووئيل پاكستان كښئ د ټولو نه وړاندې ترهګري پيپلز پارټۍ راوړې٫ په كال 1981 كښې الذوالفقار د پي آئي اے الوتكه تښتولې وه٬ خالد شهنشاه چا وژلے ٬ بلاول د يو نيم ارب اثاثې لري٬په كال 2016 كښې ئې 5.5 لكه روپۍ ټېكس وركړے او په كال 2017 كښې ئې دوه نيم لكه روپۍ ټېكس وركړے۔ ده ووئيل جے آئي ټي راپور وائي چې د عزير بلوچ كورنۍ د پېل څخه د پېپلز پارټۍ سره وه٬ د جے آئي ټي له مخې نثار مورائي د درېو قت??ونو اعتراف كړے۔ ده ووئېل د سعيد غني زوې د ډرګ سپلائرز سرپرستي كوي۔ عزيز بلوچ چې د كومو خلقو په وېنا قت??ونه كړي ھغوي دلته په ايوان كښې په بجټ تقريرونه كوي۔