اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزېب خان وئيلي دي د كورونا وبا په وجه د پاكستان په معيش?? هم منفي آغېز شوے، د روان مالي كال په مهال معاشي شرح نمو تر 0.4 فيصد كمه شوې، په قومي معيشت كښې د سست والي خاتمې او معاشي استحكام لپاره شوي د حكومت اقداما?? هم نړيوالې وبا ځپلي دي. د منصوبه بندې كميشن ډپټي چيئرمېن محمد جهانزېب خان د كلن پرمختيائي پروګرام ﴿ اے ډي پي﴾ په اړه ووئيل د كووېډ-19 مخ نيوي لپاره د شوي لاك ډاٶن په مهال 100 مليونه ورځنې مزدوري كوونكي ځپلي شوي . حكومت د وائرس منفي آغېز زائل كولو لپاره د 1240 ??رب?? روپې معاشي پېكج وركړے۔ ده ووئيل حكومت د كووېډ-19 ځپلې طبقې د برېښنا بلونو، د كرائې وركولو او د قرض ستنولو پشمول نورو اسانيو لپاره 200 ??رب?? روپې بېلې كړې دي. د كورونا په وجه د مېنوفېكچرنګ او خدماتو څانګه ډېره ځپلې شوې او په معيشت ??ۍ منفي آغېز شوے.