اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا و??يلي دي د هېواد په كچه تر دې دمه 3 زره 464 كسان كورونا و??ئرس ځپلې دي۔ د تېرو 24 ساعتونو په مهال 577 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي۔ دا مهال په نړيواله كچه 13 نيم لكه كسان ځپلې شوي دي۔ په دوئي كښې 2 لكه 75 زره رنځوران روغ شويدي ولې 75 زره مړه شوي دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس كښې وكړه۔ په دې مهال وفاقي وزير اسد عمر هم ده سره وو۔ ډاكټر ظفر مرزا ووئيل هېواد كښې دا مهال 18 لېبارټرۍ داسې دي كومې چې کورونا و??ئرس له پی سی آر ټېسټ كولې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه هېواد كښې د كورونا و??ئرس دلاسه 54 كسان مړه شوي دي او د روغ شويو شمېره 429 ته رسېدلې ده۔ ده ووئيل دكورونا و??ئرس ځپلي 28 رنځوران دا مهال آئي سي يو كښې دي۔ پاكستان كښې د كورونا و??ئرس ل?? امله د مړو شرح 1.4 فيصده ده۔ ده ووئيل سباؤن كښې به د كورونا كټس په ملينونو كښې موجود وي۔ دلېبارټرو شمېره به 32 او بيا 40 ته رسوؤ۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې 18 لېبارټرۍ دي كومې چې د كورونا و??ئرس پي سي آر ټېسټ كولې شي