اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) د پاكستان ورځې په مهال د پاكستان مؤسسينو لارښودو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې ك??لو سره ډاكټر عارف علوي د مقبوضه كشمير د اولس بشپړه ملاتړ اعلان كړې دې ك??م چې د تېرو 7 مياشتو څخه زياتې مودې نه د غېر انساني لاك ډاؤن او مواصلاتي بندش سره مخ دي۔ اولس مشر د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې ووئيل د جمو و کشمیر اولس ته باور وركوؤ چې پاكستان به دو??ي سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو كښې به د دو??ي اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دو??مدار ساتي۔ د?? ووئيل 23 مارچ زمونږ د قامي تاريخ يو مهم سنګ ميل دے ولې چې په دې ورځ كال 1940ء كښې لاهور كښې يو تاريخي قرارداد پاس كړې شوې وو كوم چې د نيمې اوچې مسلمانان يو عظيم مقصد لپاره يو موټې كړل۔ د نيمې اوچې مسلمانانو يو موټې كېدو سره يو بېل هېواد له د خپل بشپړ عزم څرګندونه وكړه كوم كښې چې دو??ي د خپل مذهب ٬ رواياتو٬ اقدارو او كلتور له مخې ژوند تېر كړې شي۔ د?? وئيل نن د قوم بابا قائداعظم محمد علی جناح، د ختيز شاعر علامه محمد اقبال او د تحريك آزادۍ نورو سترو لارښودو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې ك??ؤ كومو چې د پاكستان جوړېدو لاره هواره كړه۔ د?? ووئيل راځۍ چې خپل هېواد د امن او استحكام مركز ج??ړ كړو او د پلار نيكه په قدم وړاندې تلو سره ددوئي د ميراث او ورثې جاري ساتلو عزم وكړؤ۔ د?? ووئيل نړۍ د كورونا سختې خطرې سره مخ ده۔ دې آفت نړۍ ډېره ځپلې ده۔ د نړۍ قامونه مشكل وخت څخه تېرېږي۔ ولې دو??ي يو والي سره ددې مقابله كوي۔ د?? ووئيل مونږ هم ددې وباﺀ مقابلې له يو موټې كېدو ته اړتيا لرو۔ دا د ټولنې د ټولو طبقو ذمه واري ده چې هغوي دې وائرس څخه بچ كولو له اولسي شعور بېدارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د?? ووئيل قوم ډاكټرانو او هېلت وركرانو ته ددوئي په ځانګړې هڅو سلام وړاندې ك??ي۔ د?? د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د خذماتو هم ستائنه وكړه او دعا ئې ??كړه چې لوئے څښتن دے په دې چېلنج د قابو موندلو توفيق راكړي