اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي سوئيلي پنجاب صوبې لپاره به بل اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي٬ د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ جوړولو پرېكړه شوې ٬ راتلونكي بجټ كښې به د سوئيلي پنجاب لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي٬ د سوئيلي پنجاب صوبې پرېكړې سره به وفاق قوي شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه خا??جه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د وزيراعظم خا?? مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره په ??ډه د پارلمان نه بهر ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سوئيلي پنجاب صوبې په اړه غونډه كښې د پنجاب اعلٰې وزير پشمول پارلماني غړي موجود وو٬ د سوئيلي پنجاب اولس سره چې كوم لوظ شوے ٶ د ھغې بشپړولو لپاره كوټلې ګامونه پورته كوٶ۔ ده ووئيل نن د سوئيلي پنجاب اولس لپاره د خوشحالۍ ورځ ده او دوي ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل راتلونكي بجټ كښې به سوئيلي لپاره 35 فيصده بجټ بېلولې شي او دا فنډز به بلخوا نشي منتقل كېدې٬ ??وب?? جوړولو لپاره په دريو كښې دوه برخه اكثريت پكار دے ۔ خا??جه وزير ووئيل د سوئيلي پنجاب دوهم چيف سېكتر او اېډيشنل آئي جي به په ??ائ كولې شي او د دوي دفتر به په بهاولپور ملتان كښې وي۔ ده ووئېل د سوئيلي پنجاب سېكټرېټ لپاره به 3 نيم اربه روپۍ پكار وي او 1350 ا??اف?? چوكۍ به هم پكار وي٬ دې پرېكړې سره به وفاق لا قوي شي۔ ده ووئيل مسلم ليګ (ن) په دريو كښې د دوو اكثريت لرلو باوجود د سوئيلي پنجاب ??وب?? جوړه نه كړې شوه ۔ ده ووئيل په قامي اسمبلۍ كښې په دې لړ كښې د بل وړاندې كولو مقصد اتفاق رائے پېدا كول دي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خا?? مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان سره د سوئيلي پنجاب د خا?? مشرانو تفصيلي خبرې شوې او د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو په اړه هم تفصيلي خبرې شوي۔ دې ووئيل د ملاقات په مهال د مجوزه سېكټرېټ جوړولو ه?? جاج اخستې شوې۔ دې ووئيل وزيراعظم د سوئيلي پنجاب اولس محرومۍ لرې كول غواړي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل په اسلام آباد كښې د الوتكې په پېښه كښې د شهيد شوي پائيلوټ لوړو درجو لپاره لاس په دعا يو او د شهيد كورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه كوٶ۔