اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) پاکستان او ترکېې مقبوضه کشمير كښې د بنيادي بشري حقونو په خلاف ورزو اندېښنې څرګندولو سره كشميريانو سره د يوالي څرګندونه كړې او په دې خبره ئې زور رواړې چې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د هيلو له مخې په سوله ا??ز ډول هوارول پكار ده ٬ دواړه هېوادونه په نړيواله كچه د يو بل د موقف مرستيال دي او د پرون غوندې نن هم ولاړ دي٬ پاكستان به د سېلګرۍ او تعميرات پشمول بېلا بېلو څانګو په اړه د تركيه تجربو څخه استفاده كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان او د تركيه ا??لس مشر رجب طيب ارد??ان د جمعې په ورځ خبرې كنفرنس ته وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د تركيه د اولس مشر پاكستان ته په راتګ د زړه د اخلاصه هركلې وائيو٬ نن د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر رجب طيب ارد??ان خطاب پاكستاني اولس ستائلې ٬ دوي په پاكستان كښې دومره مقبول دي كه ا??ېكشن وكړي نو كلين سويپ به وكړي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس لخوا په كشميريانو د ظلم په ضد په غږ پورته كولو د تركيه د اولس مشر مننه كوٶ٬ مقبوضه کشمير كښې 80 لكه كشميريان د اته لكه عسكرو د لارې د شپږو مياشتو راهسې محصور ساتلې شوي او د كشميريانو مشران په زندانونو كښې پراته دي۔ ده ووئېل ځوانان د كورنو نه وړلې كېږي٬ د مواصلات بلېك آٶټ ر??ان دے او په ټوله سيمه كښې ېره خپره ده۔ ده ووئيل مقبوضه کشمير د پاکستان او هند ترمېنځه يوه شخړيزه سيمه ده٬ په دې لړ كښې د ملګرو ملتونو قراردادونه موجود دي چې له مخې كشميريانو سره ھغوي ته د خپلواكۍ حق وركولو لوظ شوے ٶ خو هند د دوي بنيادي حقونه د پښو لاندې كړي ۔ وزيراعظم ووئيل نن د پاكستان او تركيه ترمېنځه د ستراتېژك اكنامك كونسل په اړه په اېم او يوز لاسليك شوې ٬ دې څخه د دواړو هېوادونو د تجارتي اړيكو د نوي دور عكاسي كېږي۔ پاك ترك لوظنامې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او دې سره به په خاص توګه پاكستان ته ګټه ورسيږي ځكه چې د كومو څانګو په اړه لوظنامې شوي پاكستان په ھغې كښې پرمختګ كول غواري۔ عمران خان ووئيل مونږ د ترهګرۍ مسئلو پحقله د تركيه د موقف ملاتړ كوٶ٬ تركيه هم د كشمير په مسئله د پاكستان ملاتړ سره سره د اېف اے ټي اېف په پلېټ فارم هم د پاكستان د ملګرتيا كولو باور راكرې٬ په نړيوالو معاملو پاكستان او تركيه يو ډول دريځ لري۔ ده ووئيل د سېاست او معيشت نه علاوه ٬ كلتور٬ ميډيا٬ او د فلم انډسټرۍ كښې مرسته به مخ په وړاندې بوتللې شي٬ د تركيه فلمي صنعت زيات پرمختګ كړې ٬ د اسلامو فوبيا په ضد د تركيه د فلم انډسټرۍ څخه استفاده كول پكار ده ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د تحريك خلافت نه پس د پاكستان او تركيه ترمېنځه خاص رشته راجوړه شوې ٬ كومه چې په پېړو محيط ده٬ تركيه په دې منطقه 600 كاله حكومت كړې ۔ ده ووئيل د رجب طيب ارد??ان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا وده وكړي۔ د ترکيه ا??لس مشر رجب طيب ارد??ان په مشرۍ كښې تركيه پرمختګ كوي٬ مونږ هم د دوي د تجربو څخه استفاده كول غواړو ځكه چې پاكستان هم دغه ډول وضعې سره مخ دے كومو څخه چې تركيه مخ وه ۔ ده ووئېل پاکستان هم ھغه ډول غېر ملكي قرض سره مخ دے كوم ډول چي تركيه ٶ٬ په يو وخت كښې تركيه د پاكستان مقروض هېواد ٶ٬ رجب طيب ارد??ان تركيه د غېر ملكي قرض نه خلاص كړې او معيشت ته ئې وده وركړې ۔ وزيراعظم ووئيل د سېلګرۍ په اړه به د تركيه څخه استفاده كول وي٬ تركيه په سېلګرۍ په كلنه توګه 35 اربه ډالره ګټي٬ دغسې د تعميرات په څانګه كښې هم تركيه پراخه تجربه لري٬ مونږ نن په رازانه بيعه كورنه جورولو ته اړتيا لرو٬ په دې څانګه كښې به هم د تركيه تجربو څخه استفاده كول وي۔ ده ووئيل ځوانانو لپاره د رزوګار موقعې راپېدا كول دي او دې مقصد لپاره هېواد كښې انډسټرلائزېشن ته اړتيا ده ٬ په دې لړ كښې هم د تركيه د صنعتي څانګې تجربو څخه استفاده كول غواړو،۔ په دې موقع د تركيه ا??لس مشر رجب طيب ارد??ان ووئيل پاكستان زمونږ دوېم كور دے ٬ په درې كاله پس پاكستان ته راغلې يم او د زړه نه خوشحاله يم۔ ده ووئيل د اعلٰې ستراتېژكي مرستې كونسل غونډه د دوارو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ ثبوت ??ے۔ په دې موقع هم د پاكستان او تركيه ترمېنځه د اريكو په بېلا بېلو اړخونو خبرې شوې او په بېلا بېلو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تفاهم په 13 يادښتونو لاسليك شوې كوم چې د پاك تركيه د نزدې اړيكو څرګندونه ده٬ مونږ د تعليم ٬ مواصلات٬ صحت او كلتور په څانګو كښې مرستې ته وده وركولو لپاره هڅې كوٶ۔ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره هڅې كوي٬ هيله لرو چې ھغه به كاروبار لپاره ماحول لا ښه كولو كښې بريالې شي۔ د تركيه ا??لس مشر رجب طيب ارد??ان ووئيل تركيه پاكستان پرون هم ولاړ وٶ او نن هم دي ٬ په تركيه كښې زلزلې څخه په شوي زيان د اولس مشر نه تر عام وګړي پاكستان د خواخوږۍ څرګندونه كړې چې ترې د مېنې تعلق څرګندېږي۔ ده ووئيل مونږ ته د ترهګرۍ په ضد هلو ځلو كښې د پاكستان ملاتړ ترلاسه ٶ٬ د ترهګرو تنظيمونو په ضد په ا??داماتو د وزيراعظم عمران خان مننه كوٶ۔ رجب طيب ارد??ان ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دفاعي څانګه كښې مرسته د ژورې دوستۍ عكاسي ده ۔ ده ووئيل مونږ د وروڼو هېوادونو پاكستان او افغانستان ترمېنځه غوره اړيكې زياتول غواړو٬ تركيه د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالي څرګندونه كوي او مونږ د يو اړخيزه ا??داماتو له ا??له د مقبوضه کشمير په خراب شوي صورتحال تشويش لرو٬ ده ووئيل مونږ د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميريانو د خواهشاتو له مخې په سوله ا??ز ډول هوارې غواړو۔ ده ووئيل په منطقه كښې امن٬ سيمه ا??ز استحكام او د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار ستائنې وړ دے