ډېووس 22 جنوري(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستان او هند ترمېنځه د جنګ خطر نشته٬ اندېښنه ده چې هند د پلوامه په ډو?? بريد كولو سره پاكستان ذمه وار ګرځولې شي٬ هند سره ټولې شخړې په سوله ايز ډول هوارول غواړو٬ کشمیر منلې شوې نړيواله كشاله ده٬ په دې د ملګرو ملتونو 11 قراردادونه مو??ود دي٬ د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په وده دي٬ پاکستان د افغانستان صورتحال څخه ځپلې كېږي، كه افغانستان كښې امن وي نو تر مېنځنۍ آسيا به تجارت ممكن شي٬ امريكې دا ګڼل چې د افغانستان د مسئلې حل د طاقت په كارولو ممكن دے خو آخر خبرو اترو ته كېښناستل۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم نړيوال ميډيا كونسل ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان پوله ايزې سيمې ځپلې شوي٬ زم??نږ حكومت د پوله ايزو سيمو بحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي ٬ پاکستان د افغانستان صورتحال څخه ځپلې كېږي٬ چې په افغانستان كښې امن وي نو ترمېنځنۍ آسيا تجارت به ممكن شي۔ ده ووئيل ما تل وئيلي دي په سوله ايز ډول مسئلې هوارېدې شي٬ زه په دې موقف د طالبانو پلوي هم ګڼړلې شوې يم ۔ ده ووئيل امريكې آخر د خبرو اترو لاره خپله كړې٬ د ما??ي واكمنو امريكې سره په لوظونه كولو غلطي كړې٬ امریکا په افغانستان ناكامه شوه نو پاكستان ئې دې لپاره ذمه وار وګرځولو٬ اوس د امريكې او پاكستان اړيكې مخ په وده دي۔ ده ووئيل م??نږ امريكي سره تجارتي اړيكو ته وده وركول غواړو٬ د وړومبۍ ورځې نه مې دا موقف ٶ چې د طاقت د لارې مسئلې نه حل كېږي۔ وزیراعظم عمران خان ووئېل په اقتدار كښې د راتللو نه پس مې وړومبې مو??ي سره تماس نيولې٬ هند سره ټولې مسئلې په سوله ايز ډول هوارول غواړو٬ چې پاکستان او هند په امن شي نو وسائل به د غربت په خاتمه خرڅ كړې شي۔ ده ووئېل د هند وزیراعظم زم??نږ د وړاندېز په زړه پورې ځواب نه دې راكړې۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د دواړو هېوادونو ترمېنځه تاٶ تريخوالې زيات شوې٬ هند په پاكستان تور لګولو سره بريد كړې٬ چې پاكستان ئې بشپړه ځواب وركړې ٬ ده ووئيل د مو??ي د ناسمو پاليسو په سوب حالات د بد نه بدتر شوي۔ ده ووئيل د مو??ي حكومت په يو اړخيزه توګه آرټيكل 37 ختمولو سره د مقبوضه كشمير خپل هېواد الحاق وكړو٬ د مو??ي حکومت 80 لکھ کشمیریان د څو مياشتو راه