اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي د مصنوعي ذهانت، بلاك چين، روبوټکس او انټرنېټ آف تھنګز (آئي او ټيز) اهميت رامخې ته كولو سره ووئيل چې پاکستان كښې به راتلونكې لسيزه د انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټي??نالوجيز د انقلاب لسيزه وي٬ دې لپاره به پاكستان ته ضروري څيزونه پكار وي٬ په دې لړ كښې بايد د هېواد صنعتي څانګې په وخت تياري وكړي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې د اېمرجنګ ټي??نالوجيز په اړه د ټاسك فورس غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټي??نالوجي اينډ ټيلي کميونيکيشن وزير خالد مقبول صديقي او ګرد هېواد څخه د آئي ټ?? پوهانو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل په تندۍ سره بدلېدونكې انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټي??نالوجيز د ډيجيټل ټرانسفارمېشن پلو مهم كردار لوبوي او دا د څلورم صنعتي انقلاب په شكل كښې د ادارو ترمېنځه اهميت لري۔ ده ووئيل په ډيجيټل لحاظ سره بدلون د يو شمېر عناصرو وړ دې چې پكښې ډيجيټل پېژندګلې٬ مشتركه ډېټا سروسز ٬ د مشترکه کاروبارونو طريقې٬ د ټي??نالوجي مرکزونه او سرکاري څانګه كښې د دې استعمال لپاره آسانۍ وركول شامل دي او د اختراعي ايکو سسټم تيار?? هم يوه مهمه برخه ده۔ اولس مشر ووئيل حكومت د رامخې ته شوې ټي??نالوجيز په څانګه كښې د بې??ا بېل سټارټ اپس د لارې د جدت ماحول ته وده وركولو لپاره هڅې كوي۔ ده ووئيل د هېواد د ډيجيټل اکانومي پرمختګ كښې د ټي??نالوجي کمپنو كردار ډېر مهم دے په دې لړ كښې د شريكو هلو ځلو د لارې مونږ په تندۍ او د اوږدې مودې نتيجې ترلاسه كولې شو۔ اولس مشر ووئيل پاکستان كښې به راتلونكې لسيزه د انفارمېشن اېنډ کميونيکيشن ټي??نالوجيز د انقلاب لسيزه وي٬ دې لپاره به پاكستان ته ضروري څيزونه پكار وي٬ په دې لړ كښې بايد د هېواد صنعتي څانګې په وخت تياري وكړي دې لپاره پاكستان ته ضروري عناصر پكار دي چې پكښې انفراسټرکچر