اس??ام آباد ۔ 4 دسمبر (اے پی پی) پاکستان كښې د فرانس سفير ډاكټر مارك بارټي او پریمیر کاؤسیلر یوس مانوِل د سمندري چارو وفاقي وزير علي ??ېدي سره د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔ ده د پاكستان په سباؤن د باور څرګندونې كولو سره ووئيل د حكومت اصلاحاتي ګامونو په نتيجه كښې هېواد ته په نړيواله كاروباري درجه بندۍ او فهرستونو كښې غوره مقام ترلاسه شوې۔ موجوده حكومت سره كاروباري چاپېرچل زيات پياوړې شوې ۔ فرانسیسی سفیر ووئيل پاكستان او اولس ستر صلاحيت??نه لري او فرانس د دې صلاحيتونو څخه ګټه پورته كولو له پاكستان سره ولاړ دے۔ ده ووئيل نوموړې فرانسیسی جهاز رانی او لاجسټک کمپنۍ او د رینالټ او پیوټ په ډول آټو او هول سې?? کمپنۍ د پاكستان په ماركيټ كښې خوښي لري۔ پلاوي د حكومت د اصلاحاتي ګامونو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير علي ??ېدي د بندر ځايونو او په خاص توګه د كراچۍ پرمختګ له د وزارت لخوا په روانو منصوبو پېشرفت څخه پلاوې خبر كړو۔ ده ووئيل موجوده حكومت ته خالي ??زانه پاتې شوې وه دغسې د معيشت حالت هم ډېر ناوړه ؤ ولې په وخت او د سمو هڅو او ګامونو په نتيجه كښې په معاشي كچه غوره بدلونون??نه رامخې ته شوي ۔ وفاقی وزیر د کراچی بی آر ټی منصوبې يوه برخه كښې د زیرو ایمیشن ریډ لائن بس سروس په پېل كولو كښې د فرانس د كردار ستائنه وكړه۔ دا منصوبه به كال 2020ء كښې ترسره شي۔ فرانس اس??ام آباد او لاهور د خپلې سې??ګرۍ كېټېګري كښې شامل كړې او په دې فهرست كښې د كراچۍ او ګلګت لمبر دغې پسې دے۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت او سرمايه كارۍ موقعو لټولو له سوداګرو او كمپنيو سره د لوړې كچې غونډو ??ه كولو هم صلا راغله