اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن ثمینه علوي پاك چين دوستي د قدر وړ ګرجولو سره وئيلې دي ?? پاکستان او چین ترمېنځه په بې??ا بېلو څانګو كښې مرسته به عامو وګړو لپاره سود منده وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګن??ون?? وړومبۍ مېرمن ثمینه علوی په محسن مرتضیٰ شهید ماډل سکول فار بوائز جي سېكس فور كښې ?? پاك چين فرېنډ شپ كمپيوټر لېب پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې مو??ع پاكستان كښې د چين سفير كورودانې لو شن يو هم دوي سره وه۔ دې ووئيل پاکستان د تېرو ځينو كلونو راهسې په سختو وختونو كښې د چين مرسته به كله نه هېروي۔ دې ووئيل پاکستان له به د اولس د ژوند معيار ښه كولو او د غربت خاتمې لپاره د چين حكومت لخوا د پورته كړو انقلابي اقداماتو نه زده كړه كول وي۔ ثمينه علوي ووئيل حكومت زده كوٶنكي د سباٶن چېلنجونو مخنيوي لپاره جوګه كولو او د تعليم معيار ښه كولو پلو پام ګرځولې۔ د?? د ??ېب په جوړولو د چين د سفارت مننه وكړه او وئ وئيل دا لېب به د زده كوٶنكو لپاره د علم او تحقيق لپاره پلېټ فارم جوړ شي۔ ثمينه علوي دا باور څرګند كړو لېب به د زده كوٶنكو د ټېكنالوجۍ په اړه صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره د ډاډ وړ وګرځي۔ دې په زده كوٶنكو زور رواړو چې خپل ټول توان د تعليم ترلاسه لپاره وكاروي۔ په دې موقع د چين د سفير كورودانې هم وېنا وكړ