اسلام آباد 03 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د برټش ايئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده ??و دا په نوي پاكستان او د دې په حكومت د نړۍ د باور څرګندونه ده۔ د برتانيې د فضائي كمپنې برټس ايئر وېز لخوا اسلام آباد ته په وړومبي پرواز رارسېدو د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې وو??يل چې پاكستان تحريك انصاف هغه چارې ترسره كړې كومې چې تېرو حكومتونو نه وې كړې۔ هغې وو??يل چې د برټش ايئر لائن د پروازونو پېل كېدل د پرمختګ په پلو د قدم اخستلو د پاكستان عكاسي ده۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې وو??يل چې د پروازونو پېل كېدل د دې خبرې ثبوت دے چې نړۍ د وزيراعظم عم??ان خان د سوله ايزې بيانيې رښتيا تسليموي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان وو??يل چې د كپتان په مشرې كښې به د پاكستان د پرمختګ او سوكالې مقصد په هر صورت ترلاسه كوو۔