اسلام آباد 27 مئي (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ازبك نا??ب وزیراعظم د پاكستان دورہ به د دوا??و هېوادونو ترمېنځه د معاسي شراكت دارۍ او په منطقه كښې هپ روابطو زياتولو كښې مهم كردار ولوبوي٬ د دوا??و هېوادونو ترمېنځه د تجارت حجم تر 300 مېليونه ډالرو رسولو لپاره سلا شوې ده۔ د ګل په ورځ په خارجه وزارت كښې د دوا??و هېوادونو د پلاويو ترمېنځه مذاكرات پېل شوي٬ د ازبکستان پلاوي مشري الیور وغنیوف او د پاكستاني پلاوي مشري مخدوم شاہ محمود قرېشي كوله۔ د ازبكستان د نا??ب وزیراعظم په پلاوي كښې د سرمايه كارۍ٬ په بهر هې??اد كښې د تجارت او د مواصلاتو نا??ب وزيران شامل وو۔ په مذاكراتو كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ اقتصادي او تجارتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د دوا??و هېوادونو د مشرانو ترمېنځه په شويو ملاقاتونو كښې په پرېكړو د عملدرآمد هم جاج و??خستې شو۔ په دې موقع ازبك نا??ب وزیراعظم په تود هركلي كولو د خارجه وزير خاص مننه وكړه۔