اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) خارجه وزارت د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل په 1267 بنديزونو عمل??رآ??د له د لارښودنې اصول جاری کړې دي۔د لارښودنې اصول د سلامتی کونسل د اړخه د كسانو او اد??رو په ضد د بنديزونو عمل??رآ??د څارنې له جوړې قامی کمېټۍ جوړ كړي۔ د وفاقی او صوبائی حکومتونو پشمول مالیاتی اد??رو، قانون نافذونكو او د نورو عمل??رآ??دی ایجنسیو نمائندګانو په ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه ووئيل پاکستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې کامیابۍ ترلاسه كړي۔ دې ووئيل په نېشنل ایکشن پلان بشپړ عمل??رآ??د د لارې دغه کامیابۍ لا كوټلې كولو ته اړټيا ده۔ دې ووئيل پاکستان د یو این چارټر چیپټر 7 ترمخه د سلامتی کونسل په بنديزونو د عمل??رآ??د پشمول د نړيوالو ذمه وارو څخه خبر دے۔ دې نه پس د خارجه چارو وزارت ډائریکټر جنرل (سی ټی) ګډون كونكو ته د لارښودنې اصولو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړو۔د خارجه دفتر وياند له مخې د لارښودنې اصول سټیك هولډرز سره سره په مشاورت او د نړيوال معیار له مخې وضع کړې شوي