اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د سټېټ بېنک آف پاکستان لخوا د جوړ كړې شوي الېکټرانک منی انسټی ټیوشنز رېګولېشنز اجراء شوې ده۔ د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د ګل په ورځ يوه دستوره كښې د دې رېګولېشنز په باضابطه توګه اجراﺀ وكړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښی د خزانې وفاقي وزير سټېټ بېنك آف پاكستان ته په دې مهم پېشرفت مباركي وركړه۔ ده ووئيل مع??شت كښې به بدلون د جدت ډیجیټلائزېشن دې لارې څخه راځي۔ ده ووئيل په عمومي توګه اولس د روايتي ب??نك??ګ نېټ ورك څخه بهر پاتې كېدل خپل ځان لپاره ګټور ګڼي ولې د الېکټرانک منی ټرانسفر په ډول خذماتو او آسانيو څخه استفادې له به خلق اوس په ډیجیټل نېټ ورک كښې شاملېږي۔ ده ووئيل زمونږ مع??شت د نورو مسئلو ??ره سره د اشرافيه هم ښكار پاتې شوې دې۔ د ادائیګو او وصولو ??لېکټرانک نظام د مع??شت بنيادي برخه جوړېدې شي۔ په دې لړ كښې به د منی ټرانزېکشنز مانیټرنګ فعاله نظام ته هم اړتيا وي دغسې چې د دې د ناوړه كارولو مخنيوي وكړې شي۔ د خزانې وزير ووئيل مونږ د ټېكنالوجي او دې سره تړلو نو??و څانګو كښې د نړۍ څخه وړاندې نه ډېر وروستو يؤ۔ مونږ له به دې لړ كښې پرله پسې وړاندې تلل وي او جدت له به د خپل ب??نك??ګ نظام پرانستل وي۔ دې څخه وړاندې د سټېټ بېنك دوهم ګورنر جمیل احمد د ای منی انسټی ټیوشنز رېګولیشنز په اهميت او مقاصدو رڼا واچوله۔ په دې مهال د سټېټ بېنک ډائرېکټر پېمنټ سسټم سهېل جبار د ای اېم آئی رېګولېشنز په اړه بشپړه پرېزنټېشن وړاندې كړو