اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)وفاقي كابينې د هندي جارحيت په زړه پورې ځواب وركولو سره د وسله والو ځواكونو ستائنه كولو سره د خپلې سيمه ا ايزې سلامتيا او خپلواكۍ بشپړه تحفظ او د كوم بهرني جارحيت په صورت كښې د بشپړه قوت سره ځواب وركولو له د كلك عزم څرګندونه كړی۔د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔كابينې د هندي جارحيت بشپړه ځواب وركولو سره د وسله والو ځواكونو ستائنه كړی ده چې مقصد يې هند له دا پیغام وركول وو چې پاكستان صلاحيت لري خو بې ګناه وګړو ته زيان رسول يا ?? څه نور زيان سبب ګرځېدو اراده نه لري۔كابينې د وزيراعظم عمران خان خطاب ستائېلو سره هيله څرګنده كړه چې د هند حك??مت او قيادت دې د پوهې څرګندونه وكړي دغسې چې د سيمې ام?? ته زيان اونه رسيږي ۔كابينې د ام?? او استحكام په حقله د پاكستان د كلك عزم پخلي كولو سره د خپلې سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ بشپړه تحفظ كولو او د كوم هم بهرني جارحيت په صورت د قوت سره ځواب وركولو له د عزم څرګندونه وكړه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي پھ موجوده صورتحال كابينه د چين٬سعودي عرب٬تركيې او د ايران خارجه وزيرانو او نورو نړيوالو لارښودو سره د خپلو رابطو په حقله هم خبر كړه۔وفاقي كابينې د پاكستان اصولي موقف په رامخې ته كولو او تاؤ تريخوالي كمولو هڅو په لړ كښې د خارجه وزير او خارجه چارو وزارت هڅې هم وستائېلې