اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي) اولس مشر عارف علوي سره د ا??لاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ليدلې دي ۔د وزيراعظم خاص مرستيال افتخار دراني او سناتور فېصل جاوېد هم په دې موقع موجود وو۔اولس مشر ووئيل مونږ به خپلې ذمه وارۍ د آئيني تقاضو له مخې ترسره كوو او په هېواد كښې د تعليم او صحت په څانګو كښې ښه والي له به حكومتي هڅو كښې فعاله كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل ?? هېواد معاشي صورتحال ښه والي سره عامو وګړو له بنيادي آسانۍ وركول هم د حكومت په مهمو ترجيحاتو كښې شامل دي۔اولس مشر د چيف جسټس او وزيراعظم د اړخه د نوي بندونو جوړولو لپاره د فنډ كمپائن وستائېلو۔ده په دې خبره زور راوړو چې بايد د اونو نالولو كمپائن په جنګي بنيادونو مخ په وړاندې بوتللې شي۔دې سره به د موسمي بدلون خراب اثراتو كښې كمې راشي۔په دې موقع د ا??لاعات وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ډ??كټر عارف علوي له پھ چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره ووئيل ?? اطلاعات٬خپرونو او قامي ورثې وزارت به د اولس مشر او وزيراعظم پھ وژن عملدرآمد په لړ كښې ټولې ??څې كوي