اسلام آباد 30 مئی (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څا??ګې پرمختيائي پروګرام له مخې د كامرس ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 48 كروړه 50 لكه روپې ف??ډ جاري كړے۔ حكومت د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره د روان مالي كال په مهال يو ارب 20 كروړه روپې فنډ ??ېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په كراچې كښې ګرېن لائن رېپډ سسټم لپاره 8 اربه 45 كروړه روپې٬ په ??ي الېون ون كښې سنټرل پوليس آفس جوړولو لپاره 11 كروړه 54 لكه روپې او د كراچې پېكج لپاره د يو ارب 50 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره ف??ډ جاري كړے۔