فېصل آباد 22 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير طلال چوهدري وئېلي دي چې د پرمختګ او څوكا??ۍ لار نيونكي د هېواد او قام دښمنان دي۔د هېواد م??يش?? غوره جوړولو له مو د ترهه ګرۍ په ډول ناسور نوغې ويستلو عزم كړې٬اعلٰی مشرتابه مضبوط او روښانه پاكستان لپاره هڅې كوي۔بهرني طاقتونه د سي پېك په ډول عظيمه منصوبه هضمولې نه شي٬د دهرنو سياست كونكي دې د حكومتي كاركردګۍ مقابله وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ج??ورۍ په 27مه نېټھ د مسلم ليګ(ن)لارښود محمد نواز شريف جړانواله ته راتګ او د اولسي غونډې په لړ كښې د جړانواله انجمن تاجران او د ج??اعت اهل سنت علمائے كرامو لخوا راجوړې كړی شوې دس??ورې خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل چې د دهرنو سياست كونكي دې د مسلم ليګ(ن)حكومت سره د كاركردګۍ مقابله وكړي٬نه دا چې د مذهب د سپكاوي او غدارۍ تور ولګوي۔ده ووئيل مونږ هره خبره زغملې شو ولې داسې تورونه زغملې نه شو۔ده ووئيل د ج??ورۍ په 27 نېټھ به جړانواله كښې كېدونكې جلسه كښې اولس په بشپړه توګه ګډون وكړي