اسلام آباد ۔ 19 اکتوبر (اے پی پی) احتساب عدالت په پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په 2 رېفرنسز او په مريم نواز او د هغې په خاوند كېپټن (ر) محمد صفدر يو يو رېفرنس ??ښې فرد جرم لګولې دے۔ په پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف فلېګ شپ انوېسټمنټ رېفرنس ??ښې فرد جرم لګولو له اورېدنه تر (نن) جمعې ورځې وځنډولې شوه۔ د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشير د نېب لخوا د جمع كړې شوو درېو رېفرنسز اورېدنه وكړه۔ فاضل جج د فريقېنو دلائل اورېدو څخه وروستو په ایون فیلډ پراپرټیز او العزیزیه اسټیل ملز رېفرنس ??ښې د پخواني وزیراعظم نواز شریف لخوا په وړاندې شوي نمائنده ظافر خان فرد جرم ولګولو۔ عدالت په ايوان فيلډ رېفرنس ??ښې په مريم نواز او كېپټن (ر) صفدر فرد جرم ولګولو او تورنو ته ئې د فرد جرم نكات واورول۔ په دې مهال تورنو د جرم صحت څخه انكار وكړو او د پخواني وزیراعظم استازي ظافر خان د نواز شريف لخوا د جرم صحت څخه انكار وكړو۔ احتساب عدالت د فرد جرم كاروائۍ څخه وروستو د استغاثې شهادتونه طلب كړل او د ایون فیلډ پراپرټیز رېفرنس اورېدنه ئې تر 26 اکتوبر وځنډولھ۔ د اورېدنې په مهال د مریم نواز او كېپټن (ر) محمد صفدر وکیل امجد پروېز عدالت ته استدعا وكړه چې نن دې په دواړو موكلانو فرد جرم ونھ لګولې شي۔ د دوئي وېنا وه چې په عبوري رېفرنس ??ښې دستاوېزات وړاندې نه كړې شول۔ تركومې چې ټول دستاوېزات وړاندې نه كړې شي تر هغه وخت دې اورېدنه اودرولې شي۔ د وكيل وېنا وه چې د ګواهانو د ??يا??ونو كاپۍ او د والیم 10 تر وړاندې كولو فرد جرم لګولې كېدې نشي۔ په دې مهال د نېب پراسېكيوټر عدالت څخه هم نن د فرد جرم لګولو استدعا وكړه۔ د اورېدنې په مهال درې وارې دمه وكړې شوه۔ د زيارت په ورځ د احتساب عدالت جج محمد بشیر د اورېدنې په مهال درې وارې د 15 ٬ 15 دقيقو وقفه وكړه۔ اولنۍ وقفه د مريم نواز او کېپټن (ر) محمد صفدر ل??وا د فرد جرم نه لګولو په خواست وكړې شوه۔ د نواز شریف لخوا د اورېدنې بندولو په ځواب د دلائلو اورېدو څخه وروستو فاضل جج پرېكړه محفوظه كړه او دغې څخه وروستو د 15 دقيقو دمه وكړې شوه۔ د پخواني وزيراعظم لخوا د درېو واړو رېفرنسز يو ځائې كولو خواست چې كله رامخې ته شو نو د دلائلو اورېدنې څخه وروستو پرېكړه محفوظه كړې شوه او يو وارې بيا د 15 دقيقو دمه وكړې شوه۔(وا/ض ض/ګ ل/2039)