اسلام آباد 28 ستمبر(اے پي پي) د سېنېټ چي??رمېن میا رضارباني اوسنې دور د پارلماني سفارتكارۍ دور ګرځولو سره وئيلي دې د مسائلو هواري له د قامونو ترمېنځه ښو اړيكو ته د پارلماني سفارتكارۍ د لارې وده وركړې كېدې شي۔ د سېنېټ چي??رمېن ميا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه د بحرېن د پارلماني پلاوي مشر او د شورٰې كونسل چي??رمېن علی بن الصالح سره وكړې۔ د سېنېټ چي??رمېن ووئيل بحرېن او پاكستان د ملګرتيا اړيكې لري كومو ته چې په تجارتي او اق??صا??ي كچه پرا??تي?? وركولو له زيات ګنجائش شته۔ خپلو خبرو كښې ميا رضا رباني ووئيل هندے سركار په جنګي جنون كښې نه يوازې د نړيوالو لوظنامو او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو كښې ككړ دے بلكې د كشميري اولس د حقونو لپاره روانې هڅې قلارولو لپاره ظلمونه هم كوي۔ په دې موقع د سېنېټ دوهم چي??رمېن مولانا عبدالغفور حېدري، راجه محمد ظفرالحق، سېنېټ كښې د پاكستان بحرېن دوستۍ ډلې مشر ح??فظ حمداللہ ، سناتوران ډاکټر جهانزېب جمالدیني ، اعظم خان سواتي، محمد طلحه محمود، مشاهد حسین سید او ستارہ ایاز موجود وه۔ د بحرېن پارلماني پلاوي د سېنېټ چي??رمېن ميا رضا رباني په خاص بلنه د پاكستان په دوره راغلې ۔ په دې موقع د سينېټ چیئرمېن ته د بحرېن دورې بلنه هم وركړې شوې۔ د بحرېن پلاوي پارلمان ته په رارسېدو د جمهوريت يادګار ته لاړو او د ګلونو څادر ئې پرې خپور كړو٬ پلاوي د دستور كوڅې څارنه هم وكړه او د سېنېټ نوې جوړ كتابتون ته هم لاړل۔ پلاوي په دې موقع د كتابتون په اړه د شريكې مرستې او د يو بل د تجربو څخه د استادې كولو خوښي هم څرګنده كړې شوه