اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) پاكستان ??ښې د مي??نمر سفير يوون منټ خارجه ??فتر ته د خالي په ورځ وغوښتلے شو او ده ته د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د روهنګيا مسلمانانو په ضد په روان تشدد سخت احتجاج وكړے شو۔ د خارجه ??فتر وياند ترمخه خارجه ??ېكترې تهمينه جنجوعه د مي??نمر سفير يوون منټ راوبللو او د روهنګيا مسلمانانو په ضد ئې د تشدد مخنيوي له د فعاله ګامونو پورته كولو٬ دوئي ته د امنيت وركولو او دوئي ته په آزادۍ سره د تګ راتګ حقونو وركولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه ??ېكترې د مي??نمر حكومت ته ووئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د روهنګيا مسلمانانو په ضد د روان تشدد پلټنې وكړي او د انسانيت سوز دې پېښو كښې ككړ كسان دے انصاف سره مخ كړي۔ د مسئلې غوره حل لپاره دې د كوفي عنان ??مېشن په سفارشاتو عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې سفارشاتو كښې د تشدد فوري مخنيوې ٬ امن په ځائې كول ٬ مصا??حت ٬ د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې سامان رسنه او د شهريت مسئلې شامل دي ۔ د مي??نمر سفير خارجه ??ېكتر ته باور وركړو چې هغه به خپل حكومت د پاكستاني حكومت او اولس تحفظاتو څخه خبر كړي۔